افغانستان ته یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې دایمي سوله او ثبات راتلی شي. د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ګرت بېلي په دوحه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي نن د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیکېږي. دده په خبره دا یو مهم پرمختګ دی خو دایمي ثبات او سوله د بین الافغاني خبرو پر مټ راتللی شي. بیلي ټینګار کوي چې ددې هوکړې تر لاسلیک وروسته به ډېر ژر د طالبانو او افغان لوري ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي. نوموړي همدا راز ټينګار کړی چې له افغان حکومت او افغانانو به د برېتانیا ملاتړ دوام لري او دوی به هڅه کوي چې د سولې په برخه کې همکارۍ ډېرې کړي.





























