ولسمشر غني نن په کابل کې د افغان دولت او ناټو ګډې اعلامیې خپرولو پر مهال ویلي، افغان دولت د ناټو امریکا او نورو نړیوالو شریکانو څخه د افغانستان له مشروع نظام څخه د ملاتړ له امله مننه کوي. نوموړي د ناټو او نړیوالو شریکانو همکاریو ته په اشارې ویلي، دوی نویو تړونونو ته اړتیا نلري؛ ځکه په خبره یې ټولې هوکړې او تړونونه په خپل ځای دی. هغه افغان امنیتي ځواکونو ته خطاب کې ویلي، د سولې تر تړون وروسته به د دوی رول نور هم پیاوړی کېږي؛ ځکه چې په خبره یې همدوی د سولې ساتونکي دي او له سولې به ساتنه کوي. نوموړي ویلي، د سولې مذاکراتي پلاوی به د حکومت په مشرۍ ټول شموله وي. هغه زیاته کړې، د تاوتریخوالي اوونۍ کې که څه هم ځینې پېښې وشوې خو له نیکه مرغه چې بریالۍ پای ته ورسېده او دی هیله لري چې بین الافغاني مذاکراتو ته به لار هوارېږي او دا بهېر به په اوربند پای ته رسېږي. په ورته وخت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون کې د تاوتریخوالي پر کمښت او بین الافغاني مذاکراتو هوکړه شوې ده چې دوی یې هرکلی کوي. نوموړي زیاته کړې چې د سولې تړون ټول بندونه مشروط دي او طالبان باید ټولو شرطونو ته ژمن اوسي. هغه ویلي چې د امریکایي ځواکونو وتلو موضوع د لومړي ځل لپاره ده مطرح کړې خو په خبره یې دا بهیر باید مسوولانه وي.





























