د هلمند د کرنې او مالدارۍ رییس زلمي الکو ویلي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ د دغه ولایت پر ځینو بېوزلو مېرمنو د سبو د پروسس اړین توکي وېشل شوي دي. د الکو په خبره، د دغو وېشل شویو توکو پر مټ به برخمن شوې مېرمنې وکولای شي چې په خپلو کورونو کې مربا، اچار، چکني او سرکه جوړه او بازار ته یې وړاندې کړي.
دغه راز د دې پروژې د برخمن شویو مېرمنو لپاره د اچارو جوړولو، د مېوو او سبو وچولو او بسته بندي په برخه کې هم په عملي او نظري ډول روزنیز پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.
د دې پروژې موخه بېوزلو مېرمنو ته کارموندنه او همدا راز د بېلابېلو کرنیزو برخو ترویج او په کورونو کې د خوړو خوندیتوب دی، څو مېرمنې وکولای شي چې د خپلو کرنیزو محصولاتو له لارې د خپلو کورنیو په اقتصادي وده کې ونډه ولري.