د کندوز د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکو ويلي چې په روان کال کې د دغه ولایت په کچه د ملي تړون پروګرام له لارې ۱۰۹ ټولګټې پروژې او دغه شان د کلیو پراختیا پروګرام له لارې ۱۴۲ ټولګټې پروژې پلې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د نوموړې ادارې ريیس دوست محمد ریحان ویلي: «موږ په روان کال کې د ملي تړون د برنامې له لارې ۱۰۹ پروژې پلې کړې او پرې ۲۰۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او دغه راز موږ د کلیو پراختیا پروګرام له لارې ۱۴۲ پروژې پلې کړې او پرې ۱۸۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او په دې پروژو کې د سړکونو، پلونو، کانالونو، د اوبو بندونه او داسې نورې پروژې شاملې دي.»
په ورته وخت کې د کندوز اوسېدونکو ويلي، څو کاله وړاندې دوی د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ وو چې له امله یې زیاتره خلک پر بېلابېلو موسمي ناروغیو اخته کېدل، خو اوس یې دغه ستونزه حل شوې.