د پکتیا د کرنې او مالدارۍ ریاست د «IRC» موسسې په همکارۍ، د دغه ولایت د احمداباد او سیدکرم ولسوالیو پر ۱۰۰ نارینه او ښځینه بزګرانو د کورنیو باغچو اړوند ۱۵ توکي وېشلي دي.
د کورنیو باغچو اړوند دا توکي د غیر موسمي سبو د تولید، مېرمنو ته د کارموندنې، د مېرمنو ونډه، د دوی د کورنیو په اقتصادي غوړېدا او د خوراکي تنوع په پار پر دغو بزګرانو وېشل شوي دي.
د پکتیا ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس انجنیر محمد الدین مومند ویلي، د دغو توکو له وېشلو څخه موخه د غیر موسمي سبو کښت او تولید دی چې په عملي کېدو سره یې مېرمنو ته د کار زمینه برابره او د دوی د کورنیو د اقتصادي ودې لامل کېږي.
پر دې سربېره چې دغه کورنۍ باغچې د بېوزلو او بې سرپرستو مېرمنو لپاره د عاید ښه سرچینه ده، په کورنیو کې د خوراکي تنوع ښه عامل هم ګڼل کېږي.