په کونړ کې د خوړو نړيوال سازمان له لوري له څه باندې ١١ زرو بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د دې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال ويلي، چې د خوړو نړيوال سازمان له لوري پرون په مرکز اسعداباد، څوکۍ، مروره، نرنګ، نورګل، وټه پور او غازي اباد ولسواليو کې مرستې تر سره شوې دي.
هغه وايي چې په يادو ولسواليو کې پر ١١٠٦٩ بېوزلو کورنيو باندې ٢٠٤٢ مټريک ټنه خوراکي توکي وېشل کېږي.
هغه ویلي چې تر اوسه په دغه ولايت کې د ولايتي ادارې او نورو مرستندويه ادارو له خوا له پنځو زرو بېوزله کورنيو سره د خوراکي او نورو توکو مرستې شوې دي.
والي له مرستندويه ادارو غوښتي چې په دغه ولايت کې له بېوزلو کورنيو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.