د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP) له خوا په پکتیا کې د بزګرانو او ځمکهوالو لپاره د پیازو ساتلو ۲۰ زېرمې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د دغه ولایت د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند ویلي، د پیازو د یادو زېرمو د جوړولو ټولیز لګښت څلور میلیونه او ۸۵۰ زره افغانۍ دی چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ، د دغه ولایت په څمکنیو او ډنډپټان ولسوالیو کې جوړې شوې دي. د مومند په خبره، د پیازو جوړې شوې زېرمې هر یوه یې د ۲۰ مټریک ټنو پیازو د ساتلو وړتیا لري، چې ۱۰ یې د څمکنیو او ۱۰ نورې یې د ډنډپټان په ولسوالۍ کې جوړې شوې دي.
چارواکو ویلي چې د پيازو د سړو خونو په جوړولو سره به د بزګرانو ستونزې هوارې او کال دوولس میاشتې به په مارکېټونو کې پیاز په مناسبه بیه وموندل شي .