د هلمند د کرنې ریاست ویلي چې د مسلکي او فني کارکوونکو له خوا یې د بولان په څېړنیز فارم کې د اوربشو او غنمو پر ۱۱ ډولونو چې پکې مورني، هستوي او تجربوي تخمونه شامل دي، څېړنې کېږي.
د هلمند د کرنې رییس زلمي الکو ویلي، چې په دې څېړنه کې د اوربشو او غنمو ۱۳ ډولونه (ورایټۍ) چې څلور یې نړیوال او اووه نور یې ملي سیټونه دي، شامل دي تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.
الکو ویلي، د دغو څېړنو پایلې د کرنې له کارپوهانو، متخصصینو او بزګرو سره شریکېږي، څو په راتلونکي کې د اوربشو او غنمو د ښه او ډېر تولید په پار کوټلي ګامونه واخیستل شي. د دې تر څنګ، په دې څېړنیز فارم کې بزګرو، ځمکهوالو، د کرنې پوهنځی او د کرنې انسټېټیوټ زده کړیالانو ته هم د کرکيلې په بېلابېلو برخو کې د عملي او نظري زده کړې زمینه برابره شوې ده.