د ننګرهار کانال د څلور زره هکټاره ځمکې د خړوبېدو په موخه، د ۱۴۲ میلیونو افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسونې پنځه پروژې پلې کېږي.
د ننګرهار د کانال رييس انجنير عبدالقهار حيدري ويلي چې ياد لګښت د اسيايي بانک له خوا ورکول کېږي.
هغه زياته کړې چې دا پروژې به په راتلونکو لسو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او په دوامداره توګه به په یو ساعت کې ۱۳ سوه متره مکعب اوبه ورکړي .
حيدري ويلي، د اوبو رسولو له دې پمپونو به یې درې د کانال شرکت په لومړي پمپ سټېشن کې او پاتې دوه نور به په دویم پمپ سټېشن کې نصب شي چې د څه باندې یو مېګاواټ لمریزې برېښنا په برابرېدو سره به شاوخوا څلور زره هکټاره ځمکه خړوبه او حاصلاتو ته چمتو شي .