د کیسو ویلو پر ځای له ماشومانو سره خبرې وکړئ، څو مو هغوی ته هم د خبرو کولو حق ورکړی وي. ماشومانو ته مو اجازه ورکړئ چې خپل احساسات په خبرو کې بیان کړي، ان که هغه دوې بې معنا کلمې هم وي. د ویده کېدو پر وخت له ماشومانو سره د کیسو ویلو پر ځای خبرې کول، څو ځلې د هغوی د خبرو کولو قدرت پیاوړی کوي.
ارواپوهان وایي، که غواړی چې د ماشومانو د خبرو کولو قدرت مو پیاوړی شي، نو ماشوم ته مو د خوب پر وخت د کیسو ویلو پر ځای له هغوی سره خبرو کولو ته وخت ورکړی. دوی وایي، کله چې تاسو د شپې له خوا له ماشومانو سره خبرې کوی، شپږ ځلې یې د خبرو قدرت د هغه په پرتله لوړېږي چې تاسو ورته کیسې ووایاست.
که څه هم ډېری ارواپوهان د خوب پر وخت ماشومانو ته د کیسو ویل ګټور بولي، خو له هغوی سره خبرې کول بیا تر دې هم ګټورې دي.
امریکایي څېړونکو په خپلو څېړنو کې ویلي چې ډېرې میندې او پلرونه د دې لپاره چې د ماشومانو د تکلم قدرت یې پیاوړی شي، بېلابېل کتابونه مطالعه کوي او له ډول ډول لارو چارو څخه کار اخلي، خو څومره چې له ماشوم سره خبرې کوی، دا هغومره د هغوی د تکلم قدرت پیاوړی کوي چې دا کار بیا د کتابونو مطالعه نه شي کولای.