د افغانستان د ډاکټرانو سراسري اتحادیې مشر ډاکټر فیاض ساپي پر حکومت د کرونا ویروس د مخنیوي په چاره کې د غفلت له امله توندې نیوکې کړي دي. ساپي له سپوږمۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې حکومتي مشران په سیاسي معاملو بوخت دي او د کرونا په مخنیوي کې یې غفلت او له ولس سره جفا کړې ده. نوموړي وویل چې حکومت باید له ایران څخه راتلونکي ګډوال په هرات کې قرنطین کړي وای او په هېواد کې یې ددغه ویروس د خپرېدو مخه نیولي وای. ښاغلي ساپي ادعا وکړه چې چارواکي لا هم خلکو ته دروغ وايي او آن د کابل په مرکزي مهمو روغتونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره هېڅ تیاری نشته. نوموړي وویل، چې آن مسوولو ډاکټرانو ته ځانګړې جامې او چپنې نه دي ورکړل شوې او د حکومت له خوا جوړې شوې کمټې هم کمزورې او نامسلکي دي. په ورته وخت کې د کابل د ابن سینا روغتون یو بل ډاکټر نادر افغان هم له سپوږمۍ راډیو سره په مرکه کې پر حکومت سختې نیوکې وکړې او د کرونا ویروس په مخنیوي کې یې پر غفلت تورن کړ. دوی دواړو پر خلکو غږ وکړ چې پر حکومت د تکیې پر ځای په خپله تدابیر ونیسي او ټولې هغه لارې چارې مراعات کړي چې د کرونا وېروس په مخنیوي کې رول لري.