د کندهار د کرنې ریاست چارواکو ويلي، روان کال په دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارمونو ۲۶ ټنه شات تولید کړي چې د تېر کال په پرتله ۱۸ سلنه ډېروالی پکې راغلی دی.
د کرنې ریاست د مالدارۍ د ترویج مدیر انجنیر محمدالله نوري ویلي، په دغه ولایت کې د شاتو مچیو ۱۰۲ لوی او کوچني فارمونه شته چې هر فارم له ۵ تر ۴۵۰ صندوقه مچۍ لري.
هغه زیاته کړې، په روان کال کې له دغو فارمونو ۲۶ زره کیلوګرامه(۲۶ ټنه) شات تر لاسه شوي چې د تېر په پرتله پکې ۸ زره کیلوګرامه(۸ ټنه) ډېروالی راغلی دی.
د یادونې ده چې تېر کال په کندهار کې ۱۸ زره کیلوګرامه(۱۸ ټنه) شات تر لاسه شوي وو.
نوموړي ویلي، په کندهار کې د شاتو مچیو فارمونه مخ پر ودې روان دي او هره ورځ لسګونه کسان د کرنې ریاست ته ورځي او د فارمونو جوړولو اړوند مشورې او معلومات تر لاسه کوي.