د امریکا د سنا دیموکراتو غړو هر امریکايي وګړي ته د ۱۵۰۰ امریکايي ډالر مستقیمې مرستې وړاندیز کړی دی. د امریکا په سنا کې دیموکراتو غړو یوه طرحه تیاره کړې ده چې له مخې یې باید له کرونا سره د مبارزې لپاره له هر امریکایي وګړي سره ۱۵۰۰ امریکايي ډالره نقدي مرسته وشي. همدا راز هغه کورنۍ چې لږ تر لږه درې غړي ولري ۷۵۰۰ امریکایي ډالره مرسته ترلاسه کولی شي. سناتورانو ویلي چې دغه مرستې باید په نقدي توګه امریکايي وګړو ته ورکړل شي څو خپلې اړتیاوې پوره کړي. دوی بیا کولی شي له خپلو مالیاتو د درېیو کلونو په اوږدو کې دغه پیسې بېرته د امریکا حکومت ته ورکړي. د امریکايي سناتورانو دغه طرحه دمګړی د سنا د کمېټو تر بحث لاندې ده.