د ولسمشر سلاکار وحيد عمر وايي، چې د کرونا په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره ٧٧ ميليونه افغانۍ ځانګړي شوي دي. نوموړي چې نن یې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، چې اوسمهال د کرونا په اړه په هېواد کې د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې او دوی په دې برخه کې ٢٧ ميليونه افغانۍ تر اوسه لګولي دي. په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت مرستيال فدا محمد پيکان وویل، چې تر اوسه په هېواد کې له کرونا ناروغۍ څخه ١٤ تنه مړه شوي خو ٢٠ نور بيا بېرته جوړ شوي دي. پيکان وويل چې تر اوسه په ټول هېواد کې د کرونا ناروغۍ ٤٢٣ پېښې ثبت شوي دي. د نوموړي د معلوماتو له مخې د دغو پېښو له ډلې څخه ٢٥٧ يې په هرات او ٧٣ يې په کابل او پاتې نور يې په نورو ولايتونو کې دي. پيکان نيوکه وکړه چې ځينې کسان د کرونا ويروس د نښو نښانو په درلودلو سره روغتون ته مراجعه نه کوي او ځينې نور بيا د مثبتو پېښو په درلودلو سره روغتون کې نه پاتې کيږي.