د سوداګرۍ نړیوال سازمان ګواښ کړی چې د کرونا وبا له کبله اوښتی اقتصادي زیان به د اوسنۍ زمانې تر ټولو ژور اقتصادي تاوان وي. دا خبره د یاد سازمان رییس روبېرټو ازېوېډو په یوه بیان کې کړې ده. په نړۍ کې د کرونا وبا له کبله شا اوخوا نیمايي خلک په یو ډول نه یو ډول قرنطین دي او لویې او وړې سوداګرۍ په ټپه ولاړې دي. ځینو هېوادونو اوس دا هڅه پیل کړې چې څنګه وکولی شي د کرونا وبا په خاطر لګېدلي محدودیتونه چې اقتصادي چارې یې سختې زیانمنې کړي، اسانه کړي. د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا وبا د اخته خلکو شمېر نږدې یو نیم میلیون او د مړو شمېر نږدې ۸۹ زرو ته رسېدلی دی.