د اقتصاد وزارت وايي، چې کرونا پر اقتصاد ناوړه اغېز کوي او په ميليونونو، نور کسان به فقير شي. دغه وزارت وايې چې ۵۰۰ زره کورنۍ به د خپل ورځني ژوند لګښتونه پوره نه کړای شي. د اقتصاد وزارت په يوه راپور کې د کرونا وبا اغېز او په هېواد کې د خلکو د ژوند حالت ارزولی دی. د اقتصاد وزارت د ارزونې مرکز موندنې ښيې چې د کرونا وبا خپرېدل به په افغانستان کې د فقر او بېوزلۍ د لا زياتېدلو سبب شي. د دغه راپور له مخې د کرونا خپرېدل به، پر کورنيو، شرکتونو، تصديو، عامه سکتورونو او مرکزي بانکونو باندې منفي اغېز وکړي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په هېواد کې که د لومړنيو خوراکي توکو نرخونه ۲۰ سلنه زياتوالی مومي نو د فقر کچه اوه سلنه ډيريږې، چې له دې سره به د فقيرو خلکو شمېر نور هم زيات شي.