د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند حکومت پرېکړه کړې چې په نږدې وختونو کې به افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم صادروي. د هند د کرنې وزیر نریندرا سینګ تومار په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې لبنان او افغانستان ته به د ديپلوماتیکو هوکړو پر بنسټ غنم لېږي. دده په خبره په لومړي سر کې افغانستان ته پنځوس زره ټنه غنم صادروي. هند داسې مهال دغه اقدام کوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ددغه غنمو د چټک راوړلو او په ترانیزیت کې د اسانتیاوو سپارښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت په هند او ایران کې افغان سفیرانو ته ویلي چې افغانستان ته له هند د چابهار له لارې د غنمو په راړولو کې پوره همکاري وکړي.