د پيسو نړیوال صندوق د افغانستان په ګډون د نړۍ پنځه ویشت بېوزله هېوادونو ته له کرونا سره د مبارزې په موخه پور ورکوي. د دغه صندوق چارواکو ویلي دوی تازه پرېکړه کړې چې د نړۍ پنځه ویشتو هېوادونو ته به له کرونا سره د مبارزې لپاره پور ورکوي چې په هغه کې اسیايي او افریقايي هېوادونه شامل دي. دغه صندوق پنځه سوه میلیونه ډالر ځانګړي کړي څو یادو شوو هېوادونو ته پور ورکوي. په دې کې تر ډېره د برېتانیا او جاپان مرستې شاملې دي. تر دې وړاندې د ایران په ګډون یو شمېر هېوادونو د پیسو له نړیوال صندوق له کرونا سره د مبارزې لپاره پور غوښتی و. خو د امریکا د فشارونو له امله دغه صندوق ایران ته د پور ورکولو غوښتنه رد کړې ده.