د قرنطین، د کرونا ویروس د لاخپرېدو او بې کارۍ ترڅنګ، په کابل ښار کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو ښاریان اندېښمن کړي دي. دوی وايي، سره له دې چې د افغانستان بندرونه خلاص دي، خو د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو مخه نه ده نیول شوې. په ورته وخت کې یو شمېر دکانداران وايي، د خوراکي توکو بیې په ټولو عمده پلورنځیو کې لوړې شوې دي. حکومت د کرونا وبا له خپرېدو وروسته، په کابل کې ښار کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز ولګاوه، له دې امله ګڼ شمېر خلک چې ازاد کاروبار يې درلود، له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي. ورته مهال کابل ښاروالۍ وايي، دغې ادارې د کورنیو چارو وزارت په همکارۍ په کابل ښار کې د خوراکي توکو د بیو د څارلو لپاره یو لړ اقدامات پیل کړي دي.