د تداررکاتو ملي اداره وایي، د عامې روغتیا وزارت د غوښتنې په اساس د کرونا ناروغۍ قربانیانو د جسدونو د انتقال لپاره د ۱۷۰ آمبولانسونو او ۷۰ موټرونو اخیستل منظور شوي دي. د تدارکاتو له ملي ادارې څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دغه غوښتنه تېر ماښام د ولسمشر غني په مشرۍ ددې ادارې په ناسته کې منل شوې ده. ددې تر څنګ په یاده ناسته کې ۳۹ نور تدارکاتي موارد هم ارزول شوي چې له منځه یې د ۹،۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۳۳ موارد منظور شوي دي. تر اوسه پورې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ ۷۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دې،۲۳ تنه ترې مړه شوي او ۴۰ نور بېرته روغ شوي دي. د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا وزیر نن په کابل کې د محافظتي کېټونو او ماسکونو جوړولو یوه فابریکه هم پرانیسته.