په هند کې افغان محصلين، چې د ښارونو د قرنطين او هوايي ډګرونو د تړل کېدلو له امله بند پاتې دي، وايي، چې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ له مالي او روغتيايي ستونزو سره مخ دي. دوی له افغان حکومت او په هند کې له افغان سفارت غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دې د دوی ستونزو ته لاس رسی وکړي او هېواد ته د انتقال زمينه دې ورته برابره کړي. په ډيلي کې يو تن افغان زده کړيال حقمل مسعودزي سپوږمۍ راډيو ته وويل، ډېری هغه محصلين چې په شخصي لګښت راغلي، نه شي کولی چې د ښارونو د تړل کېدو له امله د کورنۍ له لوري پيسې تر لاسه کړي. مسعودزي وويل، چې د پوهنتونونو ازموينې تر جون مياشتې ځنډېدلې دي، نوموړی وايي، د دې امکان شته چې نورې هم وځنډېږي، محصلين د پيسو د نشت او په اطاقونو کې د پاتې کېدو له امله له ژور خفګان سره مخ دي او ورځ تر بلې دغه ستونزې اضافه کېږي. په هند کې د مارچ په ۲۰ مه نېټه قرنطين پيل شو او نن ورځ د اپرېل پنځلسمه يې وروستۍ نېټه ټاکل شوې وه، خو تېره ورځ دغه موده درې اونۍ نوره هم وغځېدله.