د افغانستان د هوايي چلن اداره وايي، د کرونا له کبله له دوه نیمو میاشتو راهیسې د دوی عوایدهم ۶،۹ سلنه راښکته شوي دي. د هوايي چلن ادارې مشر قاسم وفايي زاده وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي نود افغانستان هوايي سکټور به په راتلونکي کې ۲۵ میلیونه ډالر زیان وویني. نوموړی وايي، افغانستان ته ټول نړیوال پروازونه ځنډېدلي دي اوله هند، ترکیې او دوبۍ څخه هم یو طرفه پروازونه کابل ته روان دي. دا په داسې حال کې ده چې کرونا په ټوله نړۍ کې الوتنې درولې دي خو ګڼو هېوادونو له اوږد قرنطین وروسته په دې برخه کې نرمښت راوستی دی. افغانستان به له نړیوالو پروازونو څخه په یوه پرواز ۸۰۰ ډالر اخیستل چې د ورځې به تر ۴۰۰ پورې پروازونه د افغانستان په حریم تېرېدل.