ملګرو ملتونو یو ځل بیا افغانستان ته د زرګونه کډوالو پر راتګ اندېښنه ښودلې ده. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي په وروستیو اونیو کې له پاکستان او ایران زرګونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي چې د کرونا ویروس د پراختیا وېره یې ډېره کړې ده. ددغه کمېشنرۍ ویاند بابر بلوڅ وايي لا هم زرګونه کډوال له ایران او پاکستان افغانستان ته ستنېږي، چې په دغه هېواد کې به د کرونا ویروس د پراختیا وېره ډېره کړي او ددغه هېواد کمزوری روغتیايي سیستم به له جدي خطرونو سره مخ کړي. د کډوالو عالي کمېشنرۍ پر نړیوالو موسسو او بنسټونو غږ کړی چې ددغه بحران د پای لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي ځکه که دا لړۍ همداسې دوام وکړي نو ښايي افغانستان له بشري ناورین سره مخ کړي. تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو په دې تړاو اندېښنه ښودلې وه او په افغانستان کې د کرونا ډېری مثبتې پېښې د هغو کسانو دي چې تازه له ایران راستانه شوي وو.