د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د افغانستان په اړه یې له قزاقستاني دیپلومات سره خبرې کړې دي. نوموړي ویلي د افغانستان لپاره یې د قزاقستان له ځانګړي استازي غوښتي چې افغانستان ته د غلو دانو او غنمو صادرات پيل کړي او همدا راز د سولې په برخه کې همکاري وکړي. دده په وینا دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت او همدا راز د سولې به برخه کې د قزاقستان د رول او همکارۍ په اړه هم خبرې کړې دي. قزاقستاني لوري په یادو شوو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.