د هلمند ولایت چارواکي وایي د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د تېرو کلونو په پرتله څو برابره ډې کوکنار کرل شوي دي. ددغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک وايي چې پر زرګونه هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي او تر ډېره په هغو سیمو کې دي چې د طالبانو تر ولکه لاندې دي. نوموړی وایي د دولت له لوري د کوکنارو د کروندو تخریب روان دی خو بیا هم داسې اټکل کېږي چې روان کال به بیا هم له دغه کروندو د وسله والو طالبانو او قاچاق وړونکو عایدات ډېر وي. هلمند په افغانستان کې هغه ولایت دی چې تر ټولو ډېر کوکنار پکې کرل کېږي او د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې د افغانستان پنځه اتیا سلنه تریاک په هلمند کې تولېدېږي. د امریکا ددفاع وزارت راپور بیا ښيي چې طالبان هر کال تر پنځه سوه میلیونه ډالر د نشه يي توکو د کرکېلې او کاروبار له درکه ګټي.