حکومت د کابینې لخوا د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره د ګمارل شویو روغتیایي کار کوونکو د امتیازاتو طرحه تصویب کړه. د کابینې د پرېکړې پر بنسټ به ټول ډاکټران، روغتیایي کارکونکي، صحي نظامي کارکونکي او کدري پرسونل چې د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره ګمارل شوي دي له ځانګړو مادي او معنوي امتیازاتو څخه برخمن شي. د پرېکړې له مخې هغه کسان چې له کرونا وبا سره د مبارزې په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي د امنیتي سکټورونو د طرزالعمل سره سمه اکرامیه ورته تخصیص شوې ده او د روغتیایي کارکونکو د مړو شویو کورنیو ته به د صحي بیمې آسانتیاوې هم برابرې شي.