په فاریاب، لوګر او پکتیا ولایتونو کې د ۵۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت درې لویې سړې خونې جوړېږي. دغه درې سړې خونې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لخوا طرحه او ډیزاین شوې دي، چې عملي کار به یې د ملي پراختیا شرکت مخ ته وړي. جوړېدونکې هره سړه خونه به د ۱۵۰۰ ټنه مېوې ځایولو ظرفیت ولري، چې په هره یوه یې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي. د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې په پروان، کاپیسا، میدان وردګو، تخار او غزني ولایتونو کې هم له دې وړاندې ددغه ډول سړو خونو د جوړولو چارې پیل شوې دي. ټاکل شوې ده، چې دغه سړې خونې تر راتلونکو دوه کلونو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. یاد وزارت ویلي، چې ۱۵۰ کسان به هرې سړې خونو تر جوړېد پورې په کار بوخت وي او تر جوړېدو وروسته به ۳۰ تنه پکې په دایمي ډول کار کوي.