په چین کې افغان سفیر جاوید احمد قایم تازه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دوی هڅه کوي له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د چین تجربې او مرستې خپلې کړي. دده په خبره دوی دمګړی له چینایي چارواکو سره په خبرو بوخت دي چې وکړی شي په بېلو برخو کې ددغه هېواد همکاري له ځان سره ولري. قایم وایي تازه یې له چینايي حکومت غوښتنه کړې چې افغانستان ته روغتیايي کارکوونکي ولېږي او اوس دغه هېواد پر دې مسئله غور کوي. هغه زیاته کړې چې ښایي چين له کرونا سره د مبارزې لپاره افغانستان ته ډاکټران ولېږي او تر څنګ یې لا هم په انلاین توګه افغان ډاکټرانو ته د چینايي متخصیصینو له لوري لارښوونې روانې دي. هغه د چین له پخوانیو مرستو مننه کړې ده خو وايي چې چین د لا ډېرو مرستو ډاډ ورکړی او ددغه هېواد همکاري د کرونا پر وړاندې مبارزه کې مهمه ده.