د افغانستان برېښنا شرکت وايي، اوس د اقتصادي ننګونو له امله د وارداتي برېښنا پیسې پر وخت نشي ورکولی نو له همدې امله ازبکستان خبرداری ورکړی چې که پیسې په وخت ورنه کړي برېښنا پرې کوي. خو افغان حکومت وايي، هېواد ته د ورتلونکې وارداتي برېښنا د پرې کېدو مخنیوي لپاره برېښنا شرکت ته د مالي سرچينو پر برابرولو کار کوي. د افغانستان ماليې وزارت وايي، برېښنا شرکت ته د حکومتي ادارو د پورونو پر ورکړه کار روان دی. د یاد وزارت په وینا، له هغو ګاونډیو هېوادونو سره هم خبرې کوي چې پر وخت د پیسو د نه ورکړې په صورت کې يې پر افغانستان د برېښنا د پرې کولو ګواښ کړی. افغانستان اتیا سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو پېري چې هر کال نږدې ۳۰۰ مېلیونه ډالره دغو هېوادونو ته ورکوي. د برېښنا شرکت په وینا هره میاشت ۲۵ مېلیونه ډالره تاجکستان، ازبکستان او ایران ته د دغې برېښنا په بدل کې ورکوي، چې په دې کې ازبکستان ته دا پیسې مخکې له مخکې ورکول کېږي.