ولسمشرغني د کابل د ناحیو له وکیلانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. ولسمشر ویلي، حکومت له اړمنو او بې وزله هیوادوالو سره د مرستو ویشلو پروګرامونه لري. ولسمشرغني اړو او بې وزلو کورنیو ته د حکومت د مرستو رسولو په برخه کې د ناحیو او ګذر د وکیلانو او د جوماتونو د ملا امامانو رول مهم بللی او له هغوی څخه یې غوښتي چې د کابل ښاروالۍ له مسوولینو سره په ګډه د خپلو اړوندو ناحیو، ګذرونو او سیمو د اړمنو او بې وزله خلکو لېستونه ورته وسپاري. ولسمشرغني د هېواد له خصوصي سکتور او ملي سوداګرو هم غوښتي چې د روژې میاشتې په را رسېدو سره د خپلو بې وزله هېوادوالو لاسنیوی وکړي.