هند وایي له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي. د هند لومړي وزیر نریندا مودي په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې هند او افغانستان د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړه او اوس ددې وخت دی چې د کرونا ویروس پر وړاندې هم ګډه مبارزه وکړي. دده په وینا هند د افغانستان تر څنګ ولاړ دی او د اړتیا پر مهال افغانستان ته مرستې لېږي. مودي دغه څرګندونې د ولسمشر غني د وروستیو ټوېټونو په ځواب کې کړې چې له هند یې د درملو او غنمو د رالېږلو له درکه مننه کړې وه. هند ژمنه کړې چې په نږدې ورځو کې به افغانستان ته تر ۷۵ زره ټنه پورې غنم رسوي چې ددې غنمو لومړۍ جوپه تېره ورځ افغانستان ته را رسېدلې ده. همدا راز یې د کرونا ناروغانو لپاره کارول کېدونکي ځانګړي درمل هم کابل ته را لېږلي دي.