افغانستان او پاکستان د کرونا له امله د رامنځ ته شوو بندیزونو پر مهال د سوداګرۍ پر دوام خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي سره خبرې کړې دي. دواړو لورو په سیمه کې پر امنیت، د ترهګرۍ ضد مبارزې، سولې او اوربند بحثونه کړي دي. اتمر ویلي پاکستان ته په کار ده چې په افغانستان کې دبشري اوربند په رامنځ ته کولو کې همکاري وکړي. همدا راز یې له قریشي سره په خبرو کې ویلي افغانستان او پاکستان دواړه د کرونا له امله له سختو شرایطو سره مخ دي، چې د یو بل همکارۍ ته اړتیا لري او باید په سوداګرۍ کې اسانتیاوې رامنځ ته شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې پاکستان تر دې دمه له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته کړې او د لا ډېرو همکاریو لپاره تیار دي. قریشي ویلي دوی په ټوله سیمه کې د ثبات ملاتړ کوي او د افغانستان د سولې په برخه کې وروستي پرمختګونه خورا مهم دي.