د کیفیت ارزونې بنسټونو د تازه شمېرو له مخې په پاکستان کې د کرونا ناروغۍ خپرېدو له کبله ۱۶ سلنه پاکستانیان له لوږې سره مخ دي. د ټولنیز ژوند د ارزولو سازمان د شمېرو له مخې د پاکستان دولت توانېدلی چې د کرونا په اوسنیو حالاتو کې د ۸۴ سلنه خلکو غذایي امنیت خوندي کړي. دا له ۲۰۰۴ کال را په دېخوا څلورمه سروې ده چې ددغه هېواد په ښاري او کلیوالي سیمو کې د پایداره پراختیا د ارزولو په موخه تر سره کېږي. راپور زیاتوي چې د کرونا ناروغۍ له خپرېدو سره سم په پاکستان کې د احتکار کوونکو او سود خوړونکو بازار هم ښه ګرم شوی دی، چې دې چارې خلک اندېښمن کړي دي. د پاکستان حکومت د لومړي وزیر په امر د احتکار کوونکو او ګران پلورونکو لپاره سزا هم سخته کړې ده.