د کانونو او پټرولیم وزارت او نچرل سټون شرکت ترمنځ د کنړ – ننګرهار د مرمرو او پروان تراورتین دوه جلا تړونونه لاسلیک شوي دي. ولسمشر غني د تړونونو د لاسلیک دغه مراسم د ویډیو کنفرانس له لارې څارل. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست عنایت الله مومند وویل، د مرمرو پروژه په ننګرهار او کنړ کې موقعیت لري چې اکتشافي ساحه یې ۲۷ کیلو متر مربع پراخوالی لري. دغه راز د پروان تراورتین پروژې اکتشافي ساحه ۶ کیلو متر مربع ده. هغه زیاته کړه، ددغو تړونونو اکتشافي موده درې کاله ده او قراردادي ژمنه کړې چې په یو کال کې یې بشپړه کړي. ددغو پروژو د تطبیق پر مهال درې نیم سوه کسانو ته د کار زمینه هم برابرېږي. ولسمشر غني ویلي، افغانستان سلګونه ټنه او له څلوېښت رنګه زیات مرمر لري چې له دې لارې پرېمانه عاید ترلاسه کېدای شي او دا د پر ځان بسیاینې لپاره مهم ګام دی.