د سوداګرۍ او پانګونې خونې د افغان سوداګرو پر مخ د پاکستان د ګوادر بندر د خلاصېدو هرکلی کړی دی. د دې خونې د عامه اړیکو مرستیال جان اقا نوید ویلي، چې د افغان سوداګرو لومړنۍ سوداګریزه محموله له دې لارې هېواد ته را انتقال شوه. نوید وايي که که د ګوادر بندر د نورو بندرونو په څېر د افغان سوداګر پر مخ په دوامدار ډول پرانستل شي نو دا کار به په افغانستان کې د لومړنیو خوراکي موادو د نرخونو په راښکته کېدو مستقیم اغېز ولري.