د خوړو نړیوال سازمان وایي چې روان کال به ۲۶۵ میلیونه وګړي په ټوله نړۍ کې خوراکي توکو ته سخته اړتیا ولري. د ملګرو ملتونو دغه ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې د کرونا ویروس د پراختیا له امله خوړو ته د اړمنو خلکو شمېر دوه برابره شوی دی او روان کال به ۲۶۵ میلیونه وګړي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لومړنیو خوراکي توکو ته سخته اړتیا ولري. د سرچینې په خبره دوی ددغه اړتیا د رفع کولو لپاره ۱۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري. سرچینه کاږي چې تېر کال هم ۱۳۵ میلیونه وګړو لومړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لرله خو سږ کال د کرونا له امله ۱۳۰ میلیونه نور هم ورباندې ورزیاتېږي. دغه اداره وایي چې په دې سره به په ټوله نړۍ کې خوراکي توکو ته د اړمنو کسانو مجموعي شمېره ۲۶۵ میلیونه کسانو ته ورسېږي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د کرونا له امله رامنځ ته شوی وضعیت به د نړۍ د ډېرو وګړو اقتصاد نور هم خراب کړي.