اوه سوه زره افغان ماشومان له شدیدي خوارځواکۍ سره مخ دي چې بیړنۍ روغتیا ته اړتیا لري. ملګرو ملتونو کې د ماشومانو څخه د ملاتړ دفتر یونیسف ویلي، افغانستان د خوړو د بحران له پلوه درېیم مقام لري او په دغه هېواد کې سلګونه زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي. د دغه سازمان په تازه راپور کې راغلي چې اوه سوه زره افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي چې بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري. یونیسف ویلي، د کرونا له بدو اغېزو څخه ددغو ماشومانو د ساتلو لپاره باید په افغانستان کې لاس په کار شي. د خوړو بحران په اړه د نړیوالې شبکې په راپور کې راغلي چې یمن په لومړي کانګو دویم او افغانستان بیا دریم هېواد دی چې د خوړو له بحران سره مخ کېدونکی دی.