افغان حکومت له کرونا سره د مبارزې په برخه کې له نړیوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه کړې ده. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې ولسمشر غني له کرونا سره د مبارزې لپاره ملي برنامه له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو مرستندویه هېوادونو او بنسټونو سره د ویډیو کنفرانس له لارې شریکه کړې ده. دده په خبره ولسمشر په دې ویډیويي خبرو کې له دوی د مرستې غوښتنه کړې ده او په خبره یې کرونا ویروس یوه نړیواله پدیده ده او د ټولو هېوادونو په ګډه همکارۍ ختمېدلی شي. ولسمشر ټینګار کړی چې افغانستان د کرونا ضد مبارزې لپاره کارنده او اغېزناکه طرحه تیاره کړې ده چې د عملي کولو لپاره یې د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.