د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه د ګاونډي هېواد چین د طبي مرستو دویمه بسته هم نن د کابل په هوایي ډګر کې د افغانستان د روغتیا وزارت ته تسلیم شوه. په دې طبي مرستو کې تشخیصیه او محافظتي کېټونه، ماسکونه، محافظتي عینکې، د تبې معلومولو دستګاوې، ونټلاټورونه، د اکسجن دستګاوې او د پي سي آر د ستګاوو سامانونه شامل دي. د عامې روغتیا وزیر د افغانستان په استازیتوب د چین له طبي مرستو مننه کړې ده او دغه توکي یې د روغتیا وزارت د جدي اړتیا وړ توکي بللي دي. په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو ویلي، مرسته یې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره کړې ده او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي. چین د روانې اپرېل میاشتې په لومړۍ نېټه هم له افغانستان سره د طبي توکو مرسته کړې وه، چې د مرستو ډېره برخه یې هغه وخت هرات ولایت ته ولېږل شوه.