دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

د کندهار پېژندنه

حشمت الله نوري

جون 15, 2020
in راشه ورشه
0 0

کندهار ته د لوى سکندر راتګ نه يوازې د غرب تاريخپوهان مصروف وساتل، بلکې د لرغوني يونان د مشهور تاريخپوه (هېرودېتس) په شان تاريخپوهانو هم د اراکوزيا په نامه په خپلو اثارو کې د کندهار ذکر کړى دى. کندهار پراخې دښتې او د لويو غرونو سلسلې لري، ابادو ځمکو او سمسورو باغونو يې هم اقتصاد او هم ښکلا ته ګټه رسولې ده. کندهار چې له پخوا څخه د افغانستان يو مشهور او سوداګریز ښار و، اوس يې هم خپل مرکزيت ساتلى دى.

کندهار لومړۍ درجه ولايت دى، چې شمال ته یې اروزګان، سوېل ته يې ډېورنډ فرضي کرښه او بلوچستان، ختيځ ته يې زابل ولايت او لوېديځ ته يې هلمند ولايت موقيعت لري.

کندهارد افغانستان دويم لوی ښار دی چې په جنوب کې د ارغنداب د رود په دره کې پروت دی او دا ښار د کندهار ولايت اوسنی مرکز دی. دغه ولایت د افغانستان لومړنۍ پلازمېنه او تر کابل وروسته د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز مرکز دی. دغه راز کندهار يو نړيوال هوايي ډګر هم لري چی د کندهار نړيوال هوايي ډګر په نامه دی.

لوى احمدشاه بابا د خپل سلطنت له لومړيو وختونو څخه په دې فکر کې و، چې د هېواد د پايتخت په توګه د کندهار نوى ښار جوړ کړي؛ ځکه د نادر آباد نظامي کلا له يوې خوا دومره پراخه نه وه، چې د يوې لويې امپراتورۍ د پايتخت لپاره دې مناسبه وي او له بلې خوا يې موقعيت هم پر يوه داسې سيمه و، چې ډېره نمناکه وه؛ ځکه يې نو تر ډېرو سلا او مشورو او ليدنو کتنو وروسته د کندهار د اوسني ښار سيمه غوره وبلله او د (١١٦٩ هـ ق) د ربيع الثانى په لومړۍ ورځ د احمدشاهي کندهار د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دغه ښار د اشرف البلاد په صفت ونومول شو او د دراني امپراتورۍ د يوه لرغوني پايتخت او مرکز په څېر يې حيثيت پيدا کړ. دغه ښار د تاريخ په اوږدو کې د مختلفو داخلي او خارجي مورخينو او سیلانیانو په ليکنو او اثارو کې ذکر شوى دى او د دغه تاريخي ښار پر لرغونتوب، قدامت او معمارۍ يې ليکنې کړې دي.

دغه ښار په لومړي سر کې پر څلورو ناحيو مشتمل و، چې په منځ کې يې يوه پوښلې څلور لاره هم درلوده، چې د کندهاري لرغوني معمارۍ استازيتوب يې کاوه. په معاصره دوره کې دغه ښار د ښاروالۍ د تشکيلاتو له مخې ډېر پراخ شوى دى.

کندهار ډېر لرغوني آبدات او ځایونه لري چې ځینې یې په دې ډول دي:

۱- منډيګک: دا غونډۍ ٣١ متره لوړه ده. په حقيقت کې د غونډۍ دغه لوړوالى د هغو سر پر سر جوړو شوو ودانيو څخه رامنځته شوی، چې د زمانې پېښو زرګونه کلونه مخکې په خپل- خپل وار نړولې او د غونډۍ شکل يې غوره کړى دى. دا غونډۍ له دوو زرو کلونو راهيسې متروکه او د ورانۍ په حال کې پرته ده. د منډيګک د لومړنۍ ودانۍ، چې عمر يې (٩٠٠٠) کاله کېږي، د انسان د لاس ډېرې لومړنۍ نښې لکه، ځينې توږل شوې ډبرې او د څارويو تېره شوي هډوکې دي، چې لا نور څه نه دي ځينې تر لاسه شوي، خو له دې لومړي پوړ څخه تر پنځلسم پوړ پورې د دې غونډۍ د بېلابېلو اوسېدونکو د ژوند بشپړتيايي ګامونه را څرګندېږي، چې وروستى پوړ يې له ژيړو څخه جوړ شوي لوښي هم لري.

۲-  چل زينه(چهل زينه): چل زينه د زاړه کندهار شمال ته د غره په ډډه کې يو دالان دى، چې د غره له بېخه زينې ور ختلې دي. دالان او زينې دواړه د غره په ډبره کې د اوسپنې په قلم کېندل شوې دي. پخوا د دالان دواړو خواوو ته د ډبرې دوه زمريان هم پراته وو، چې اوس نشته. د پوزې پر سر باندې څارغالى هم و، چې وروسته نور کار پر شوى و.

چل زينه د بابر پاچا د زوى (عسکري ميرزا) له خوا جوړه شوې ده، چې د ودانېدو کار يې په (٩٣٠ هـ ق) کې شروع او په (٩٥٣ هـ ق) کې پاى ته رسېدلى دى. د چل زينو د دالان د نستعليق خط د نوشتې او تذهيب کار د مير معصوم کندهاري له خوا تر سره شوى دى.

د زينو يوې او بلې خوا ته کنګرې شاه امان الله خان ور جوړې کړې دي. دغه په حساب سره پوره ۴۳ زينې دي.

۳-  ارګ: د ارګ غونډه ماڼۍ د احمدشاه بابا د زمانې ده او د ده اداري شاهي مرکز و، چې مخې ته يې څلور چمنونه درلودل. د ارګ په نامه دغه ماڼۍ د احمدشاهي کندهار شمال ته پرته وه، چې د نولسمې مېلادي پېړۍ تر پايه پورې لا په هماغه لومړني شکل ولاړه وه، خو د ارګ اوسنۍ ودانۍ د سراجي عصر له ودانيو څخه ده چې د سراج المله والدين امير حبيب الله خان په حکم د سردار محمدعثمان خان والي په وخت کې جوړه شوې ده. پخوا په دې ودانۍ کې د ولايت پر مقام سربېره د کندهار زياتره دولتي ادارې واقع وې. د ودانۍ شمالي او جنوبي لور ته تعميرونه جوړ شوي وو، چې په منځ کې يې لوى غولى دى.

۴- احمدشاهي کلا: د کندهار احمدشاهي ښار د مستطيل په شکل و او پر شاوخوا يې يوه کلا را تاو شوې وه. دې کلا شپږ دروازې درلودې (کابل دروازه، ښکارپر دروازه، هرات دروازه، عيدګاه دروازه، توپخانې دروازه او برو دروازه.)

دغه هره دروازه له پنډو– پنډو تختو څخه جوړه شوې وه او ايربي اېښول شوې وې.

احمدشاهي کلا پر سل – سل متره باندې يو وتلى برج درلود، چې له دغه وتلي برج څخه د کلا د باندې ساحه او د کلا بېخ څارل کېده. د هر برج پر سر باندې د توپ ويشتلو لپاره يوه خالصه برخه وه او د هرو دوو برجونو تر منځ د باران د اوبو د وتلو لپاره پنځه – پنځه ناوې جوړې شوې وې.

د کلا وروستى ترميم د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ پر مهال هغه وخت سر ته ورسېد، چې سردار محمدعثمان خان د کندهار د نايب الحکومه په توګه د دغه ښار مقتدر واکمن و.

پر دې سربېره، کندهار ډېر تاریخي ځایونه هم لري، چې ځينې یې دې ډول دي:

د خرقې شريفې زيارت او جامع جومات: د دې جامع جومات او د خرقې مبارکې د نوې ودانۍ بنسټ د سدوزي تېمورشاه په پاچاهۍ کې په کال کې کېښودل شو او د  روژې د مياشتې په لومړۍ نېټه يې کار بشپړ او مبارکه خرقه يې ورته را نقل کړه. د جامع جومات په ودانۍ کې د وخت په تېرېدو سره بدلونونه راغلي دي، خو د سردرا محمدعثمان خان په وخت کې خاص بدلون پکې راوستل شو، خو دا اوسنۍ بڼه يې د مرحوم محمدظاهرشاه په پاچاهۍ کې راغلې ده. البته ځينې قبرونه او کورونه ونړول شول او د خرقې مبارکې غولى پراخ کړل شو.

د خرقې شريفې د زيارت نقاشي د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ پر مهال د امير د ورور سردار نصرالله خان په هڅه د صوفي عبدالحميد بارکزي په هنرمندو ګوتو سر ته رسېدلې ده. د زيارت د شاوخوا کاشي خښتو کار يو ځل د وزير محمدګل خان په وخت کې، چې د کندهار والي و او بيا د عبدالغفور خان په مشرتابه سره بشپړ شوى دى. کاشي خښتې حاجي خيرمحمد کُلال ور جوړولې.

کندهار لومړۍ درجه ولايت دى او د ښار په ګډون ١٨ اداري واحدونه لري، چې نومونه يې په لاندې ډول دي:

١. کندهار ښار، ٢. ډنډ، ٣. ژيړۍ، ٤. دامان، ٥. ارغنداب، ٦. ارغستان، ٧. پنجوايي، ٨. معروف، ٩. سپين بولدک، ١٠ ميوند، ١١. شاوليکوټ، ١٢. تخته پُل، ١٣. خاکرېز، ١٤. نېش، ١٥. غورک، ١٦. رېګستان، ١٧. ميانشين، ١٨. ښوراوک.

په کندهار کې د پښتنو تر څنګ بلوڅ، تاجک او هزاره  قومونه هم ژوند کوي او ترڅنګ يې هندوان هم مېشت دي. د دغه ولایت نفوس  نږدې دوه میلیونه تنه اټکل شوی دی او پراخوالی یې  ٢٧٩٤ کیلومتره مربع ته رسېږي.

کندهار په خپل تشکيل کې د پوهنې په برخه کې هم د خپلو ځوانانو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړې ده. د کروندګرو عمده کښتونه یې له  غنمو، جوارو، اوربشې، ماشو، زيرې څخه عبارت دي. د مېوه جاتو ډولونه یې، انګور، انار، زردالو، ګرنګيچ، الوچه، انځر، شفتالو او داسې نور دي. د سبزيجاتو ډولونه يې روميان، بانجان، بېنډۍ، مرچک، پياز، بادرنګ او نور دي. دغه راز حبوبات لکه نخود، ماش، لوبيا او نور هم پکې کرل کېږي.

د دغه ولايت کرنيز پيداوار انګور، انار، زردالو، شليل، شفتالو، خټکي، هندواڼې، غنم، جوار، انځر، بادام، سنتروزه او مڼې دي. دغه راز د یاد ولايت وچه مېوه؛ بادام، کشمش، ابجوشې، انځر، شکرپاره  او تازه مېوې یې انګور، انار، خټکي او هندواڼې  د نړۍ يو شمېر نورو هېوادونو ته صادرېږي .

کاني زېرمې یې د مرمرو ډبرې، فلورايټ ډبرې، لوميټ ډبرې، رخام ډبرې، د ډبرو سکاره، د ګچو معدن، سره زر، اوسپنه، د ډبرو سکاره او نور دي، خو اوس هم د دغه ولايت اويا سلنه وګړي په فقر کې ژوند کوي او خپل ورځنى ژوند له کرنې او مالدارۍ څخه  تامينوي .په ۱۳۸۲ كال کې په كندهار كې د نورو ولايتونو په څېر د صنعتي پاركونو د آمريت تشكيل جوړ او تاسيس شو. د فابريكو د جوړولو لپاره د ښوراندام ساحه وټاكل شوه او د ځمكو نمرې توزېع شوې.

د صنعتي پاركونو آمريت د لا زياتو خصوصي متشبثينو د جلب او جذب لپاره په ۱۳۸۳ كال كې د هغوى د پانګې اچونې په خاطر د صنعتكارانو اتحاديه جوړه كړه. ذكر شوې ساحه د ښار جوړونې د تفصيلي پلان پر اساس په دوو برخو ووېشل شوه، چې يوه برخه د صنعتي فابريكو لپاره مشخصه شوه.

د فابريکو مهم توليدات یې سيخونه، ګاډر، المونيمي لوښي، پلاستيکي لوښي، څپلۍ، کونجاړه، غوړي، صابون او نور… د يادونې وړ دي. د مېرمنو د لاسي صنايعو په برخه کې کندهارۍ غاړې او خامک نړيوال شهرت لري.په کندهار کې هم د نورو ولایتونو په شان انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ خپل فعالیت کوي.

په ۱۸مه پېړۍ کې افغانستان د صفوي دولت په لاس کې و. د دغه دولت مشر په کندهار کې د گورگين خان په نامه يادېدو. گورگين خان پر پښتنو ډېر ظلمونه کول، نو په دې وخت کې د پښتنو مشران سره راټول شول او يوه لويه جرگه يي جوړه کړه. هغه وو چې په ټولو یې حاجي ميرويس خان د قوم په مشرۍ وټاکه. حاجي ميرويس هوتک د پښتنو سره لاس يو کړ. په اول کې يي گورگين خان ته نصيحت وکړ، خو هغه ونه مانه؛ ځکه يې له گورگين سره جگړه پېل کړه. په دغه جگړه کې گورگين خان ووژل شو. تر جگړې وروسته په ۱۷۰۹ ز کال کې بښتانه د پرديو له لاسه خلاص شول.

د نادر شاه تر وژلو وروسته په ايران او افغانستان کې يو سم منظم حکومت وجود نه درلود. يو ځوان قوماندان چې نوم يي احمد خان ابدلي و، د نادر له مرگ ځخه گټه واخيسته او اردو یې راټوله کړه او کندهار ته ولاړ. هغه وو چې د کندهار د شېرسرخ بابا په زيارت کې د پښتنو مشران سره را ټول شول او يوه لويه جرگه يې جوړه کړه. په دې جرگه کې ډېرې خبرې وشوې، څو هغه وو چې د دې زيارت ملنگ صابر شاه د غنمو يو وږی را واخيست او د احمد شاه بابا په لنگوټه کې يې ورجگ کړ او احمد شاه بابا يې د پاچاه په توگه وټاکه. احمد شاه بابا په کندهار کې خپل مقر جوړ کړ او کندهار یې بيا د افغانستان د دولت پلازمېنه وټاکله.

Share10Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Columbus, United States
دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

یونیسف: د نیپال له سېلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو سره مالي مرسته وکړئ

سپتمبر 7, 2026

ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

سپتمبر 7, 2026

یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

سپتمبر 7, 2026

روسي سوداګر: د رېل له لارې روسیې ته د افغان تازه مېوو د صادراتو هڅه کوو

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In