شنبه, اگست 15, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: د پاکستان هر تېري ته به سنجول شوی ځواب ورکړو

    حقاني: ا.ا له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

    خلیلزاد: واشنګټن باید له افغانستان خپل تعامل پراخ کړي

    هند: له افغانستان سره د اړیکو لا پياوړتیا ته ژمن یو

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: د پاکستان هر تېري ته به سنجول شوی ځواب ورکړو

    حقاني: ا.ا له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

    خلیلزاد: واشنګټن باید له افغانستان خپل تعامل پراخ کړي

    هند: له افغانستان سره د اړیکو لا پياوړتیا ته ژمن یو

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

ملګري ملتونه: افغان حکومت دې د سنګین پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي

جولای 1, 2020
in افغانستان
0 0

په هلمند کې د وړمې ورځې خونړۍ پېښې په ملي او نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي. وړمه ورځ د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د بازار پر دودیزه مېله د هاوان برید شوی دی چې د وروستیو شمېرو له مخې په پېښه کې ۲۷ ملکي وګړي وژل شوي دي. تازه ملګرو ملتونو ادعا کړې چې هاوان افغان ځواکونو توغولی دی، خو تر څنګ یې د دغې پېښې د هر اړخیزې څېړنې سپارښتنه کړې ده. بلخوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم وایي چې برید د افغان ځواکونو له لوري شوی دی. مدني فعالانو بیا په دې تړاو لاریون کړی دی او د حکومت دغه ډول بې پروایي یې غندلې ده.

سره له دې چې طالبان او افغان حکومت دواړه د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کوي، خو د دواړو لورو ترمنځ جګړو کې تل ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، چې دې مسئلې جدي اندېښنې پارولې دي. ملکیان د افغان جګړې ستره برخه قربانیان دي چې له امریکا سره د سولې هوکړې هم د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې کموالی نه دی راوستی. وړمه ورځ په وروستیو میاشتو کې تر ټولو خونړۍ پېښه په هلمند کې وشوه. راپورونه وايي چې طالبانو پر افغان ځواکونو برید کړی دی او افغان ځواکونو په ځوابي برید کې پر طالبانو د هاوان ګولیو برید کاوه، خو ګولۍ د عامو خلکو پر یوه دودیزه مېله کې لګېږي او درنه مرګ ژوبله اړوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر هم وايي چې دغه ګولۍ د افغان ځواکونو له لوري توغول شوې دي.

یوناما تېره ورځ په یوه پیغام کې ویلي چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ ده او په خبره یې، د دوی بې طرفه او کره معلومات ښيي چې د افغان ځواکونو د هاوان د لګېدو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرچینې په خبره: ((زموږ لومړني او بې طرفه معلومات ښيي چې هاوان د افغان ځواکونو له لوري توغول شوی دی. همدې پېښې افغان ملکیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. څو سرچینو راته ویلي چې افغان ځواکونو د طالبانو پر وړاندې په ځوابي برید کې هاوان توغولی، خو هدف ته نه دی رسېدلی)).

ملګرو ملتونو د ملکي وګړو مرګ ژوبله د جدي اندېښنې وړ بللې ده او پر افغان حکومت یې غږ کړی چې د سنګین پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي. د یوناما په پیغام کې راځي چې افغان حکومت دې یو بې طرفه پلاوی وټاکي او ملګري ملتونه د دغې پېښې د حقیقت په موندلو کې هر اړخیزې همکارۍ ته تیار دي.

له دې سره جوخت په هلمند او ځینو نورو سیمو کې مدني فعالانو دغه برید غندلی او پر ښکېلو لورو غږ کوي چې د خپلو سیاسي او امتیازي موخو لپاره دې د عامو افغانانو وژنه بس کړي. بلخوا دغه مدني فعالان له حکومت د پېښې د عاملین د نیولو او مشخصولو غوښتنه کوي او وایي د ملکي وګړو مرګ ژوبله ورته د منلو وړ نه ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم پر پېښه غبرګون ښودلی دی او په خبره یې د افغان ځواکونو د هاوان ګولیو ملکي افغانانو ته تلفات اړولي دي. د دغه کمېسیون مرستیال نعیم نظري وايي، د افغان ځواکونو د هاوان ګولۍ د ۲۷ ملکیانو ژوند اخیستی دی.

بلخوا په هلمند کې بیا د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسوولینو رسنیو ته ویلي چې دا برید دوی نه دی کړی او نه پکې ښکېل دي، له همدې امله د پلاوي له جوړېدو هرکلی کوي او په خبره یې، په دې تړاو له هر ډول څېړنو او پلټنو سره همکارۍ ته ژمن دي.

د ملي شورا غړي بیا حکومت خورا کمزوری بولي او په خبره یې، په خپلو اصلي دندو کې چې یوه یې د ملکي وګړو ساتنه ده، ناکام دی. د مشرانو جرګې غړی حنیف حنیفي وايي، حکومت خورا بې پروا دی او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره هېڅ راز پاملرنه نه کوي. د ده په خبره: ((پر ماشومانو رحم نه لري، زموږ پر خلکو رحم نه لري، زموږ پر ښځو رحم نه لري، په داسې شرایطو کې دوی د څه لپاره حکومت کوي؟ زه خو نه پوهېږم دا څه ډول حکومت دی)).

دغه پېښې له ځان سره پراخ نور غبرګونونه هم لرلي دي، پخواني ولسمشر حامد کرزي، اروپايي ټولنې او ګڼو نورو بنسټونو دغه برید غندلی دی او له حکومت یې په جدي توګه غوښتي چې پېښه دې په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

Tags: featured
Share15Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

مجاهد: د پاکستان هر تېري ته به سنجول شوی ځواب ورکړو

اگست 15, 2026

حقاني: ا.ا له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

اگست 15, 2026

خلیلزاد: واشنګټن باید له افغانستان خپل تعامل پراخ کړي

اگست 15, 2026

هند: له افغانستان سره د اړیکو لا پياوړتیا ته ژمن یو

اگست 15, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In