شنبه, اگست 15, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: د پاکستان هر تېري ته به سنجول شوی ځواب ورکړو

    حقاني: ا.ا له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

    خلیلزاد: واشنګټن باید له افغانستان خپل تعامل پراخ کړي

    هند: له افغانستان سره د اړیکو لا پياوړتیا ته ژمن یو

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: د پاکستان هر تېري ته به سنجول شوی ځواب ورکړو

    حقاني: ا.ا له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

    خلیلزاد: واشنګټن باید له افغانستان خپل تعامل پراخ کړي

    هند: له افغانستان سره د اړیکو لا پياوړتیا ته ژمن یو

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

خلیلزاد او طالبانو پر راتلونکو بنسټیزو او پراختیايي پروژو خبرې کړې دي

جولای 5, 2020
in افغانستان
0 0

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا ځل په خپل سفر کې یوازې پر سوله نه، بلکې د افغانستان د راتلونکي پرمختګ په اړه هم بحث کړی دی. زلمي خلیلزاد لومړی د منځنۍ اسیا د هېوادونو په غونډه کې ګډون وکړ، بیا پاکستان ته لاړ او له هغه ځایه دوحې ته لاړ. په دې سفرونو کې د امریکا د پراختیايي او پانګونې د برخې متخصصینو او مسوولینو هم له خلیلزاد سره ملتیا کوله. نوموړي د قطر، منځنۍ اسیا هېوادونو او پاکستان دا ژمنه هم ترلاسه کړې چې له افغانستان سره د پراختیا او اقتصادي ودې په برخه کې به همکاري کوي.

زلمي خلیلزاد د افغان سولې او تر سولې وروسته د افغانستان د پرمختګ لپاره یو بل سفر هم څو هېوادونو ته وکړ. تر اوسه دغه سفر روان دی او په هغه کې یې د افغان سولې لپاره د ملاتړ د جلبولو ترڅنګ د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان پر اقتصادي وده او پرمختګ هم خبرې کړې دي. په دې لړ کې تر هر څه وړاندې د مرکزي اسیا هېوادونو په یوه غونډه کې ګډون وکړ. دغه غونډه د سي۱+۵ نومېږي او په هغه کې د منځنۍ اسیا د هېوادنو راتلونکې اړیکې او اوسنی وضعیت ارزول کېږي.

له خلیلزاد سره په دې غونډه کې د امریکا د انکشافي او پانګوالۍ د برخې متخصصینو او مسوولینو ګډون کړی و او دوی په دې سفر کې په منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او افغانستان کې د پانګه‌والۍ او اوږدمهاله بنسټیزو پروژو فرصتونه ارزول. خلیلزاد په دې سفر کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو وغوښتل چې خپل یووالی حفظ کړي او تر څنګ یې له افغانستان سره په دايمي پرمختګ او اقتصادي وده کې مرسته وکړي. د خلیلزاد په خبره، امریکا په سیمه کې د اوږدمهاله او بنسټيزو پروژو ملاتړه ده او په دې لټه کې ده چې تر سولې وروسته افغانستان ته د انکشاف فرصتونه برابر کړي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو په دې غونډه کې ژمنه کړې چې له افغانستان سره به تر هر څه وړاندې د سولې په راتګ او تر هغه وروسته د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې همکاري کوي. خلیلزاد هم ویلي وو چې دی یې له دې سفر خوښ دی او یادو هېوادونو استازو ته یې ویلي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی او دا مسئله به منځنۍ او جنوبي اسیا سره ونښلوي.

تر منځنۍ اسیا وروسته خلیلزاد پاکستان ته په سفر لاړ او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره پر مهمو مسایلو خبرې وکړې. له پاکستان یې هم غوښتي چې د سولې په پروسه کې همکاري ډېره کړي او تر څنګ یې دې د افغانستان په دایمي پرمختګ او اقتصادي وده کې همکاري وکړي. پاکستاني لوري هم ویلي چې دوی له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په لټه کې دي.

خلیلزاد تر پاکستان وروسته په دوحه کې له طالبانو او همدا راز له قطري چارواکو سره د افغانستان پر سولې او تر سولې وروسته په اقتصادي فعالیتونو او پراختیايي چارو خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې، د امریکا د پراختیایي ادارې مالي مسوول په دې سفر کې له طالبانو سره خبرې کړي او پر هغو پلانونو یې ورسره د نظر تبادله کړې چې تر سولې وروسته د افغانستان لپاره جوړ شوي دي. طالبانو ویلي چې دوی په افغانستان کې له اقتصادي او بنسټیزو پروژو ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.

د دې تر څنګ خلیلزاد په دوحه کې له قطري چارواکو سره هم د افغانستان پر سولې او بنسټیزو پروژو خبرې کړې دي. خلیلزاد له دغه هېواد غوښتي چې په افغانستان کې د پانګه‌والۍ ګڼ فرصتونه موجود دي، نو قطر دې د افغانستان د ودې او په دغه هېواد کې د کار او روزګار په پیدا کولو کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي. قطر هم په دې برخه کې د مرستو ډاډ ورکړی دی.

Tags: featured
Share23Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

مجاهد: د پاکستان هر تېري ته به سنجول شوی ځواب ورکړو

اگست 15, 2026

حقاني: ا.ا له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

اگست 15, 2026

خلیلزاد: واشنګټن باید له افغانستان خپل تعامل پراخ کړي

اگست 15, 2026

هند: له افغانستان سره د اړیکو لا پياوړتیا ته ژمن یو

اگست 15, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In