شنبه, اگست 15, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: د پاکستان هر تېري ته به سنجول شوی ځواب ورکړو

    حقاني: ا.ا له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

    خلیلزاد: واشنګټن باید له افغانستان خپل تعامل پراخ کړي

    هند: له افغانستان سره د اړیکو لا پياوړتیا ته ژمن یو

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: د پاکستان هر تېري ته به سنجول شوی ځواب ورکړو

    حقاني: ا.ا له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

    خلیلزاد: واشنګټن باید له افغانستان خپل تعامل پراخ کړي

    هند: له افغانستان سره د اړیکو لا پياوړتیا ته ژمن یو

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

روسیه: امریکایي استخبارات په افغانستان کې د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل وو

جولای 6, 2020
in افغانستان
0 0

په افغانستان کې د لاسوهنو او جګړو د اوږدولو په تړاو د روسیې او امریکا د یو بل تورنولو په لړ کې، تازه روسیې ویلي چې امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېله ده. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، هر افغان په دې پوهېږي چې امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري او د ګډوډیو تر شا ده. هغه تور پورې کړی چې په کندهار او بګرام هوايي اډه کې د امریکا د (CIA) الوتکې کېناستلې او په قاچاق کې ښکېلې وې. بلخوا د سیاسي او نظامي چارو شنونکي د افغانستان په اړه د امریکا او روسیې دغه ډول څرګندونې د اندېښنې وړ بولي.

څه موده وړاندې په امریکا کې یوې معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز یو راپور خپور کړ او په هغه کې یې ویلي وو چې روسي استخبارات په افغانستان کې د جګړو د اوږدولو په لټه کې دي او په وینا یې، دوی طالبانو ته د امریکايي او نورو بهرنیو عسکرو پر وژلو انعام ورکاوه. دغه ورځپاڼې ویلي وو چې دمګړۍ دغه راپورونه د امریکایي استخباراتي چارواکو او ولسمشر ټرمپ پر مېز پراته دي. روسیې په کلکه دغه تورونه رد کړل. په واشنګټن کې د روسیې سفیر له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوی هېڅ وخت په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره همکاري نه ده کړې، بلکې د افغان حکومت همکاران او ملاتړي دي. دې مسئلې پر امریکایي حکومت هم نیوکې ډېرې کړې دي. امریکايي سناتورانو وویل چې ولسمشر ټرمپ د سر اعلی قوماندان په توګه د خپلو سرتېرو له وضعیت او دوی ته له متوجه ګواښونو نه دی خبر.

اوس تازه د افغانستان په اړه د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ویلي چې امریکا دې پر مسکو بېځایه تورونه نه پورې کوي. د ده په خبره، امریکا دې یو ځل دې ته پام وکړي چې استخباراتي مامورین یې په افغانستان کې د نشه يي توکو په قاچاق بوخت وو. هغه له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي: ((په افغانستان کې د مخدره موادو په قاچاق کې د امریکا د استخباراتي ادارې لاس لرل ټولو ته معلومه ده او د افغانانو په شمول له هېچا پټه نه ده. ټول دا د یو واقعیت په توګه ویني، ښه مثال یې د سي ای اې د غړو الوتکې دي چې له کندهار او بګرام څخه جرمني او رومانیا ته یې الوتنې کولې، خو هېچا یې پوښتنه نه ده کړې)).

له بګرام او کندهار المان او رومانیا ته د الوتکو له پروازونو د کابلوف موخه دا ده چې ګواکې همدې مامورینو په دې الوتکو کې له افغانستان نشه يي توکي قاچاقول، خو دا خبره یې تر دې ډېره نه ده واضح کړې. د ده په خبره، دا داسې واقعیت نه دی چې د خلکو له سترګو پټ وي، بلکې هر افغان ته معلوم دی او هر افغان پر دې پوهېږي چې امریکا په افغانستان کې د روانو ګډوډیو تر شا ده.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، امریکا، روسيه په افغانستان کې د جګړو پر پراختیا تورنوي، خو په اصل کې په افغانستان کې له امریکایانو سره په مشترکو پروژو کې فساد په ډاګه کوي چې د امریکا استخباراتو د مخدره موادو قاچاق کې هم لاس درلود. د چارو شنونکي وایي، د افغانستان په اړه د روسیې او متحده ایالتونو د چارواکو دغه څرګندونې ښيي چې افغانستان عملاً د دوو قدرتونو ترمنځ د نیابتي جګړې په میدان بدل شوی دی. د ولسي جرګې غړی سید عظیم کبرزاني وایي  چې د افغانستان په مسئله کې د امریکا او روسیې چارواکو ترمنځ د دغه ډول تقابل پایلې خطرناکه دي. د ده په خبره: (( موږ باید د دوو لویو قدرتونو د رقابت لپاره زمینه برابره نه کړو. موږ باید اجازه ور نه کړو چې دوی دلته خپل رقابتونه وپالي، دا د هېواد په زیان دي)).

د روسیې او امریکا ترمنځ داسې مهال د افغانستان په تړاو لفظي ټکر رامنځ ته کېږي چې امریکا د بین الافغاني خبرو د ژر پيلېدو غوښتونکې ده او روسیه هم وایي چې دا پروسه د دوی له بشپړ ملاتړه برخمنه ده. امریکا او روسیې په ځلونو پر افغان سوله ګډې غونډې هم لرلې دي.

Tags: featured
Share8Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

مجاهد: د پاکستان هر تېري ته به سنجول شوی ځواب ورکړو

اگست 15, 2026

حقاني: ا.ا له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

اگست 15, 2026

خلیلزاد: واشنګټن باید له افغانستان خپل تعامل پراخ کړي

اگست 15, 2026

هند: له افغانستان سره د اړیکو لا پياوړتیا ته ژمن یو

اگست 15, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In