شنبه, اگست 15, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: د پاکستان هر تېري ته به سنجول شوی ځواب ورکړو

    حقاني: ا.ا له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

    خلیلزاد: واشنګټن باید له افغانستان خپل تعامل پراخ کړي

    هند: له افغانستان سره د اړیکو لا پياوړتیا ته ژمن یو

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: د پاکستان هر تېري ته به سنجول شوی ځواب ورکړو

    حقاني: ا.ا له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

    خلیلزاد: واشنګټن باید له افغانستان خپل تعامل پراخ کړي

    هند: له افغانستان سره د اړیکو لا پياوړتیا ته ژمن یو

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

ولسمشرغني: ۹۰ سلنه وګړي بېوزله دي، په ملي دسترخوان پروګرام کې مرستې ورسره کېږي

جولای 19, 2020
in افغانستان
0 0

افغان حکومت وایي چې د فقر او بېوزلۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره یې د ملي دسترخوان تر نامه لاندې پروګرام پیل کړی دی. ولسمشر غني تېره ورځ دغه پروګرام پرانیست چې په هغه کې به د میلیونونو ډالرو په ارزښت خوراکي توکي پر بېوزلو کورنیو وېشل کېږي. ولسمشر غني وایي چې د هېواد ۹۰ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او دوی هڅه کوي تر خپلې وسې له ولس سره مرسته کوي. بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې بیا د حکومت پر دې پروګرام نیوکې ډېرې دي او خلک وایي چې دا د چارواکو پلانونه دي او یوازې غواړي د ځینو مفسدو کړیو جیبونه ډک شي.

افغان حکومت په هېواد کې د کرونا ویروس له پراخېدو سره هممهاله له بېوزله کورنیو سره د وچې ډوډۍ د وېش پروګرام پیل کړ، خو په دغه پروګرام کې د فساد پراخ تورونه موجود دي. اوس د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت پرېکړه کړې چې د ملي دسترخوان تر نامه لاندې به یو نوی پروګرام پیلوي او په هغه کې به پر بېوزله خلکو خوراکي توکي وشي. نړیوالې مرستندویه موسسې او ځينې بنسټونه له دغه پروګرام سره مرسته کوي.

د ولسمشر دویم مرستیال د دغه پروګرام د پرانیستې د مراسمو په پیل کې وویل چې دوی له کرونا سره په مبارزه کې بریالي دي. سره له دې چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې اکثریت افغانانو په دودیزه درملنه او ځاني مراقبت له کرونا سره مبارزه وکړه، خو افغان حکومت وایي چې دوی بریالي شوي چې کرونا په هېواد کې کنټرول کړي. سرور دانش بیا همدا راز وایي چې دوی لا هم د کرونا پر وړاندې مبارزه کوي او له مرستندویو هېوادونو غواړي چې لا ډېرې مرستې له افغانستان سره وکړي. هغه په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې د تجهیزاتو له کمښت هم یادونه وکړه او پر مرستندویو بنسټونو یې غږ وکړ چې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

ولسمشر غني بیا د خپرو خبرو د پیل پر مهال ویلي چې دوی په دې پروګرام کې د مفسدو کسانو د لاسوهنې مخنیوی کوي او هغه کسان به جزايي کوي چې دا ځل فساد وکړي. د ده په خبره: ((له یو څو ځایونو راته خبرتیا رسېدلې وه چې یو شمېر ولسوالانو غوښتل چې یوه برخه د پیسو دوی ته ولاړه شي،که مخ مې دې ولیده له پښو نه مو ځړوم. د بېوزلو له پیسو نه چې څوک ورته ګوري چې خپل جېب کې کېږدي، دا نه یوازې له ولس سره خیانت دی، بلکې له خدای ج سره هم خیانت دی)).

ولسمشر غني داسې مهال د مفسدینو د نیولو او سزايي کولو خبره کوي چې د وچې ډوډۍ د وېش په پروګرام کې د پراخ فساد ادعاوې کېدې، چې حکومت نه یوازې څېړلې نه دي، بلکې هڅه کوي په یو ډول د خلکو له ذهن راولاړې شوې پوښتنې پاکې شي.

بلخوا د لومړي ځل لپاره ولسمشر غني اقرار وکړ چې د هېواد ۹۰ سلنه وګړي د فقر او بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. هغه شمېره چې حیرانوونکې او ښايي ډېرو ته د نه منلو وړ وي. ولسمشر غني د خپل واک په لومړۍ دوره کې ویلي وو چې د خلکو په دسترخوان کې به بدلون راځي، کاري فرصتونه به برابرېږي او د خلکو د اقتصاد کچه به لوړېږي، خو پرون یې په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې ۹۰ سلنه وګړي د فقر تر کرښه لاندې ژوند کوي. نوموړي د ملي دسترخوان پروګرام د دغه فقر د کمولو لپاره اړین وباله او په خبره یې هڅه کوي چې د ولس او حکومت ترمنځ شته قرارداد پیاوړی وساتي.

د ولسمشر د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام په دوو مرحلو کې پلی کېږي. په لومړۍ مرحله کې به د ۳۴ ولایتونو په ۱۲۳ ولسوالیو کې په ۱۲۸۹۶ کلیو کې پر ۱،۶۷ میلیونه بېوزله کورنیو د ۸۶ میلیونه ډالرو په ارزښت خوراکي توکي وېشل کېږي. په دغه توکو کې غوړي، وریجې، بوره، اوړه او د لاس مینځلو صابون شامل دي. په دویمه مرحله کې به د ۳۴ ولایتونو په ۲۳۵ ولسوالیو او ۲۱۸۴۲ کلیو کې ۲،۵ میلیونه بېوزله کورنیو ته د ۱۵۸ میلیونو ډالرو په ارزښت خوراکي توکي وېشل کېږي. حکومت وايي چې دا د ټول نفوس ۹۰ سلنه وګړي تشکیلوي.

حکومت داسې مهال په ولسوالیو او ولایتونو کې د مرستو او خوراکي توکو د ویش خبره کوي، چې د فساد وېره خورا ډېره ده او د ډېری ولسوالیو پر لارو طالبان حضور لري چې ښایي دغه مرستو ته خنډونه جوړ کړي.

Tags: featured
Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

مجاهد: د پاکستان هر تېري ته به سنجول شوی ځواب ورکړو

اگست 15, 2026

حقاني: ا.ا له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

اگست 15, 2026

خلیلزاد: واشنګټن باید له افغانستان خپل تعامل پراخ کړي

اگست 15, 2026

هند: له افغانستان سره د اړیکو لا پياوړتیا ته ژمن یو

اگست 15, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In