یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

    فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

  • نړۍ

    امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

    هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي راشه ورشه

بغلان

حشمت الله نوري

جولای 20, 2020
in راشه ورشه
0 0

بغلان د هېواد په شمال- ختيځ کې  له مهمو صنعتي ولايتونو څخه  دويمه درجه ولايت دى .دغه ولايت دجغرافيوي موقعيت له مخې، د شمالي عرض البلد په ٢٩ درجو او ٣١ دقيقو او همدارنګه د شمالي طول البلد په ٥٨ درجو او ٤٨ دقيقو کې واقع دى .

ياد شوى ولايت د کابل په ٢٣٠ کيلومترۍ کې دکابل –مزارشريف لويې لارې په اوږدو کې پروت دى. يوه غوره ځانګړتيا يې دا ده، چې د کابل او شمال- ختيځو ولايتونو لپاره زيات مهم دى او اوه شمالي ولايتونه له مرکز (کابل) سره نښلوي .

 بغلان ولايت له شمال- خيتځ خوا پنجشير، تخار او کندوز سره ، په لوېديځ کې له سمنګان او باميانو ولايتونو سره او د سوېل له خوا له پروان ولايت سره ګډه پوله لري. شمالي سالنګ د بغلان او سوېلي سالنګ په پروان  ولايت کې موقعيت لري، چې دواړه ولايتونه يې سره بېل کړي دي .

د دغه ولايت مساحت ١٨٢٥٢ کيلومتره مربع اټکل شوى او د وګړو شمېريې د ١٣٨٧ لمريز کال د شوې سرشمېرنې پر بنسټ، ۹۰٠ زره تنه اټکل شوى .

 بغلان ولايت ښه اقليم لري، په  اوړي کې يې هوا ګرمه، خو په ژمي او مني کې يخه وي. په ژمي کې د دغه ولايت د حرارت درجه له ٢٢ تر ٣٢ رسېږي. خنجان يې تر ټولو يخه ولسوالي ده  او په اوړي کې يې د حرارت درجه ١٨ سانتي ګرېډ وي. د باران منځنۍ کچه په کې ٢٦٩٨ ملي متره اټکل شوې ده .

 بغلان ولايت د خپل اداري جوړښت له مخې، ١٤ ولسوالۍ لري او مرکز يې د پلخمري ښار دى .د دغه ولايت ولسوالۍ له خنجان، دوشي، بنو، ده صلاح، پل حصار، جلګه، خوست، فرنګ، ګذرګاه نور، نهرين، بورکه، دهنه غوري او تاله وبرفک څخه عبارت دي.

په يادو ولسواليو کې بېلابېل قومونه لکه تاجک، پښتانه، هزاره، ازبک، ګجر، قزاق، مغل او پشه‌يان ژوند کوي، خو ډېرى برخه يې تاجکانو جوړه کړې ده . بغلان ولايت دوه ستر بندونه لري چې دواړه  په پلخمري ښار کې دي او د اول او دويم بند په نامه يادېږي .

لومړى بند ٣ توربينه لري چې هر يو يې يو نيم ميګاواټ برېښنا توليدوي او د اوبو زېرمتون يې د دوو ميليونو مترمکعب اوبو ظرفيت لري

دويم بند  د اول بند په پاى کې موقعيت لري، چې د لومړي بند له اوبو څخه کار اخلي. دويم بند  ٣ توربينه لري، خو هر يو توربين يې ٣ ميګاواټه برېښنا توليدوي .

خو سره له دې چې دغه بندونه د بغلان د خلکو د اړتيا وړ برېښنا توليدوي‎، په زرګونو جريبه ځمکه يې هم خړوبه کړې ده . په بغلان ولايت کې فرهنګي فعاليتونه په ١٣٠٠ لمريز کال کې د کندوز  ولايت له خان آباد ښار څخه پيل شول. خان آباد هغه مهال د بغلان يوه ولسوالي وه، چې د لومړي ځل لپاره ترې د اتحاد په نامه پنځلس ورځنۍ خپرونه خپره شوه.

دغې  خپرونې د اطلاعات او فرهنګ په  چوکاټ کې خپرونې کولې، چې مرکز يې په ١٣٣٦ لمريز کال کې د بغلان د مرکز نوي ښار ته ولېږدول شو او په اونيزه بدله شوه. تر ١٣٦٧ لمريز کال پورې په مرکزي بغلان کې فعاله وه او له دې کال وروسته بيا پلخمري ښار ته ولېږدېده .

 په دې وروستيو کې د اتحاد له خپرونې پرته، د عقاب په نامه مياشتنۍ، دنداى اسلام اونيزه، سلسله اونيزه او غچي اونيزه هم فعاليت کوي .

فرهنګي ټولنې هم له کلونو راهيسې په دغه ولايت کې فعالې دي، چې د بېلګې په توګه ترې د بغلان د ليکوالې ټولنې، اديب فرهنګي مرکز او د حکيم ناصرخسرو بلخي له فرهنګي مرکز څخه يادونه کولاى شو. د دې تر څنګ، په بغلان ولايت کې ښه ليکوال هم شته چې اثار يې خپاره شوي دي .

د دغه ولايت تاريخي ابدات په ٢٦ ځايونو کې دي، چې ترې د تپه زارو، تپه صفاري، شور تپه شمرق، تپه رستم، شوربابا، طلاتپه، زردکمر، مسجدسفيد، لالاقدق، قندرايونه او سرخ کتل يادونه کولاى شو. ياد تاريخي اثار له پلخمري ښار پرته په خوست، دوشي، مرکزي بغلان او دهنه غوري ولسواليو کې موقعيت لري .

له رباتک او سرخ کوتل ساحو څخه لاسته راغلي اثار داسې ښکاري، چې د کنشکاکبير او کوچنيو کوشانيانو دور ته رسېږي.

دغه اثار څرګندوي چې بغلان له اسلام نه وړاندې دوه زره کلن تاريخ لري، چې هغه مهال کوتل رباتک او سرخ کوتل د اورنمانځو عبادت ځايونه وو .

 په دغه ولايت کې ډېر پياوړي عالمان، ليکوال  او نور خلک روزل شوي، چې کولاى شو له عبدالرحيم خنجاني، اکرام الدين انديشمند، مزمل، مير احمد جوينده، غلام جيلاني پروانه  بڼوال  رونق، نادري، نسيم صباح، غلام حسين افګار، عبدالقيوم حازن، شفق مشفق او وشيرآقا شايان فريور او نورو يادونه وکړو، چې اثار يې خلکو ته رسېدلي او په بغلان کې خپل مينه وال لري.

په دغه ولايت کې لاهم موزيم نشته او تر لاسه شوي  اثار او ابدات يې ٢٤ قطعو ته رسېږي، چې په کابل کې اطلاعات او فرهنګ وزارت ته سپارل شوي دي .

په بغلان کې ولايت کې د ملي اراډيو- ټلوېزيون امريت په لومړي ځل په ١٣٦٧ لمريز کال کې رامنځته شو، چې ټولې خپرونې  يې له کابل نه اخيستې او خپلې خپرونې يې ايله دوه ساعته وې، چې ډېرى سيمه ييز راپورونه، محفلونه او دولتي غونډې وې .

 د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته په دغه ولايت کې فرهنګي فعاليتونه زيات شول او  اوسمهال د ملي ټلوېزيون تر څنګ پکې نور خصوصي ټلویزیونونه  او راډیوګانې هم نشرات لري.

 اوسمهال په بغلان ولايت کې ټولټال ٤۹۰ ښوونځي شته، چې ١٢٢ يې  د هلکانو لېسې او ٣٥ نورې يې د نجونو دي او د زده کوونکو شمېر يې ٣٢٠ زرو ته رسېږي، چې يوازې ١٢٠ زره يې نجونې دي او زر ښوونکي درس ورکوي .

په دې ولايت کې له پوهنتون پرته د ښوونکو روزنې درې موسسې هم شته چې يوه يې دولتي او دوه خصوصي دي. په همدې ډول يو دارالعلوم او ١٢ ښوونځي هم لري.

بغلان د هېواد يو تر ټولو مهم صنعتي ولايت دى، چې د غوري سیمنټو، افغان نساجۍ، بورې او ډبرو سکارو فابريکې په کې شته .

همدارنګه د پايه جوړونې، سيلو، سپين زر شرکت، کاماز تصدۍ او کرنيزه مکانيزه د دغه ولايت له مهمو توليدي تاسيساتو څخه دي، چې په وروستيو دېرش کلنو جګړو او د دولت د نه پاملرنې له امله له منځه ولاړل؛ خو د افغان نساجي او سیمنټو فابريکې لا هم فعاليت لري .

 د افغان پلخمري نساجۍ فابريکه په پلخمري کې موقعيت لري، چې په ١٣١٥ لمريز کال کې تاسيس شوې او په ١٣٢١ لمريز کال کې يې خپل فعاليت پيل کړى .

دې فابريکې د کار په پيل کې له ٣٥٠٠ څخه تر ٣٧٠٠ پورې کارګر درلودل، د کار په پيل کې يې د اوبدنې ٥٥٠ انګليسې ماشينونه او په ١٣٣١ لمريز کال کې يې د ماشينونو شمېره ٣٠٣ المانيو او په ١٣٤٠ کال کې دغه شمېره ١٨٤ روسيو ماشينونو ته راښکته شوه، چې په دې حساب سره يې د اوبدنې د ماشينونو شمېر له زرو څخه زيات و .

 افغان پلخمري نساجي فابريکې کال په کال  پراختيا کوله او په ١٣٤٢ لمريز کال کې يې توليد ٢١ ميليون متره سان تيکې ته رسېده.

د غوري سیمنټو فابريکه هم په دغه ولايت کې ده، چې د لومړي پړاو تړون يې د افغانستان او چک سلواکيا ترمنځ و، چې د ١٣٤٠ لمريز کال د وري په ٢٧مه لاسليک شو. په دغه پړاو کې يې د ٢٤ ساعتونو توليدي ظرفيت ٢٠٠ ټنه سیمنټ و او په دويم پړاو کې يې دويمه کره فعاله شوه او توليدي ظرفيت يې هم ورسره دوه چند شو .

 د سیمنټو دويمه فابريکه په ۱۳۹۱ لمريز کال کې  د زر ټنو ورځني ظرفيت او ٧٠٠ کارکوونکو په درلودو سره پيل شو. اوسمهال دغه فابريکه ٧٥٠ تنه کارګر لري، چې د زړې فابريکې توليد ٢٠٠ او د نوې فابريکې توليد ٨٠٠ ټنه دى، چې ټول په هېواد کې دننه مصرفېږي .

 په بغلان کې  د ډبرو سکارو اوه کانونه شته، چې د کرکر، دودکش، اهن دره ( پلخمري ښار) د تاله برفک دوه کانونه، د ده صلاح ولسوالۍ کان او د نهرين چنارک کان پکې شامل دي .

 د بغلان د بورې فابريکې په ١٣١٩ لمريز کال کې د بغلان د صنعتي فابريکو په ښارګوټي کې په فعاليت پيل  کړی. دغې فابريکې د کال په اوږدو کې د لبلبو د حاصلاتو پر مهال له دریو تر څلورو مياشتو فعاليت کاوه او په ٢٤ ساعتونو کې يې له ١١١٠٠٠ څخه تر ١٢٠٠ پورې ٩٠ کيلويي بورۍ توليد درلود.

 ياده فابريکه د غويي  د اومې کودتا او د ١٣٧٠مې لسيزې په جګړو کې په ټپه ودرېده، خو په ١٣٨٧ لمريز کال د المان په مرسته يو ځل بيا فعاله شوه‎، خو دا ځل يې په هر کال کې له يوې مياشتې د زيات فعاليت وړتيا نه درلوده  او ورځنى توليد يې له ١٠٠ څخه تر ٢٠٠ بوريو پورې و، چې هره بورۍ ٩٠ کيلو وه .

 بغلان ولايت د يوه کرنيز ولايت په توګه له ٩٨١٠١ هکټاره اوبيزې ځمکې څخه جوړ شوى، چې ١٦٠٥٥٣ هکټاره ځمکه يې للمي ده. وريجې د دې ولايت له  مهمو او مشهورو کرنيزو محصولاتو څخه دي. بغلانۍ وريجې بېل خوند لري او دټول هېواد په کچه مشهورې دي.

له دې پرته کچالو، پياز، جوار او نخود د دې ولايت په نورو کرنيزو حاصلاتو کې راځي .همدرانګه په مرکزي بغلان، دهنه غوري او دوشي ولسواليو کې خربوزې او هندواڼې کرل کېږي. مڼې، ناک، الو، ګيلاس او زردالو يې هم مشهور دي .

د دې ولايت کرنيز محصولات له بغلان پرته په کابل، بلخ او نورو ولايتونو کې پلورل کېږي .ورزش له ډېر پخوا نه په دغه ولايت کې دود و او بغلاني ځوانان له چپنکي پهلوانۍ، وزلوبې او ډبرې اچونې سره مينه لري . ياد ورزشونه تر اوسه په دې ولايت کې دود دي .

خو د دې تر څنګ معاصر ورزشونه لکه فوټبال، واليبال، تيکواندو  او نور هم پهکې فعال او ٥٥ ورزشي کلپونه لري، چې نږدې زر ځوانان په بېلابېلاو وختونو کې په کې لوبېږي.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

عامې روغتیا وزیر؛ د زړه ناروغیو د درملنې پروژې له مسولینو سره کتلي

مارچ 8, 2026

امریکايي شنونکی: واشنګټن د منځني ختیځ د جګړې حقیقت له خلکو پټوي

مارچ 8, 2026

هند؛ په منځني ختیځ کې د امنیتي کړکېچ له امله زرګونه وګړي ایستلي

مارچ 8, 2026

فطرت: د پاکستان د برید له کبله تورخم کې ۳۰۰ میلیونه زیان اوښتی

مارچ 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In