په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان ویلي همدا اوس پنځه کمېټې د افغانستان-ایران د همکاریو د جامع تړون پر جوړېدو او تیارولو بحث کوي. د ده په خبره د دواړو لورو له پنځو کمېټو درې یې د اوبو او فرهنګي همکاریو پر څپرکي کار کوي. نوموړی وایي ددې تر څنګ په دې سند کې پر اقتصادي، سیاسي، ترانزیتي، امنیتي او دفاعي مسایلو هم بحثونه کېږي. هغه وایي تمه لري چې تر دوو میاشتو ددغه سند کار بشپړ شي. په دې سند کې تر ټولو مهمه مسئله د اوبو ده چې د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري. سره له دې چې افغان حکومت د اوبو پر مدیریت ټینګار کوي خو بیا هم په ټولنیزو رسنیو کې ولس ته دا وېره پیدا شوې چې هسې نه حکومت تر پاکستان وروسته له ایران سره پر اوبو معامله وکړي او د ایران دا ستره هیله چې د افغانستان په اوبو کې شراکت دی پوره شي. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه هېڅ راز څرګندونې نه دي کړې او نه یې هم رسنیو ته معلومات ورکړي دي.



































