ننګرهار کې د سختو اورښتونو له امله راوتلیو سیلابونو ۱۶ تنه مړه کړي او څلور نور ټپیان دي. د ننګرهار ولایت مقام خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ د قلعټک اړوند زوړ کلي کې د سختو اورښتونو او سيلابونو راوتو له امله د يوې مېرمنې په ګډون ۱۶ ماشومان مړه شوي او څلور ماشومان ټپيان شوي دي. خبرپاڼه کاږي چې تر اوسه د یو ماشوم جسد تر خاورو او خټو لاندې دی او د موندلو هڅې یې دوام لري. د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې سیمې ته مرستندویه ډلې او بېړنۍ مرستې ولېږي.



































