افغان او پاکستاني لوری هڅه کوي سوداګري پراخه او پر پوله اسانتیاوې زیاتې کړي. بهرنیو رسنیو د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د چارواکو له قوله لیکلي چې دواړو لورو تېره ورځ پر مهمو مسایلو بحث کړی دی. تر ټولو مهمه مسئله ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري وه چې د اسانتیاو د راتګ خبره پکې شوې ده. همدا راز توافق شوی دی چې افغانستان او پاکستان به د رېل پټلۍ له لارې وصل کېږي او په دې اړه باید کارونه پيل شي. تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې پاکستان ته په واضح توګه ویل شوي چې له غیر قانوني اقداماتو ډډه وکړي، د راکيټ توغونې مخنیوی وکړي او پر فرضي کرښه دې د تاسیساتو جوړول بند کړي.



































