په کابل کې چین سفارت وایي چې د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي په موخه دغه لړۍ ځنډول شوې وه خو اوس تازه پرېکړه شوې چې د روانې میلادي میاشتې له اتمې نېټې خلک د چین سفارت ته د وېزې غوښتلو لپاره ورتللی شي. په کابل کې د چین لوی سفیر ویلي چین له دې وروسته بهرنیو مسافرو ته د ورتګ اجازه ورکوي، خو له ځان سره به د کرونا د ټېسټ پایله لري او باید روښانه شي چې دوی په کرونا ویروس نه دي اخته. همدا راز مسافر اړ دي چې په الوتکه کې د کرونا د مخنیوي لپاره ټول وسایل له ځان سره ولري او په دې توګه ددغه ویروس د پراختیا سبب نه شي. چین او افغانستان پیاوړې سوداګریزې اړیکې لري او زرګونه افغانان په چین کې، په زده کړو، کاروبار او سیاحت بوخت دي.





























