افغان حکومت وایي یونان ډاډ ورکړی چې هلته په یو کمپ کې د اورلګېدنې له امله زیانمن افغانان به امنو سیمو ته لېږدوي. تېره ورځ په یونان کې د موریا په نامه د کډوالو په یوه پنډغالي کې اورلګېدنه رامنځ ته شوه. په دغه کمپ کې دیارلس زره کسان اوسېدل چې ډېری یې افغانان دي. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دغه اورلګېدنه کې د افغان کډوالو کېږدۍ او توکي سوي دي خو د یونان حکومت ډاډ ورکړی چې له دې درکه زیانمنې شوې کورنۍ به امنو سیمو ته لېږدوي. دغه کمپ په اصل کې د ۳ زره کسانو لپاره طرحه شوی خو اوس ۱۳ زره کسان پکې اوسي. دوی اروپا ته د تګ په تمه په دې کمپ کې اوسي. هره ورځ لسګونه افغانان د ایران، ترکیې او یونان له لارې په غیر قانوني توګه اروپا ته د تګ هڅه کوي، چې ډېر کله په لارو کې د ستونزو له امله ان ددوی ژوند ته خطرونه جوړېږي.



































